د امریکا ولسمشربارک اوباما پرون [جمعه] سپینې ماڼۍ ته د چین د ولسمشرشي جین پینګ د ورتګ هرکلی وکړ.
دا متحدوایالاتو ته د چین د ولسمشر لومړی رسمي سفر دی.
ولسمشر اوباما وویل چې د چین له جمهور ریس سره به د دواړو هیوادونو پر اختلافي مسایلو خبرې وکړي چې د انټرنټ امنیت، بشري حقونه او اقلیمي بدلونونه په کې شاملیږي. بارک اوباما وړاندې وویل:
((ستاسې داسې راتګ ما او میشل ته موقع راکوي چې زموږ د چین د سفر پرمهال ستاسې د میلمه پالنې ځواب درکړو.
تیرکال پیکنګ ته زما د رسمي سفر پرمهال، میشل، زموږ لوړنو او زما خواښې ډيرې ښې خاطرې درلودې.
زه خبر شوم چې پیکنګ ته د میشل د سفرخبر پر انټرنټ دوه میلیون کسانو لیدلی وو.))
د چین او امریکا ولسمشرانو د خپلو هېوادونو ترمنځ د ځمکنیو لانجو په اړه هم خبرې کړې دي.