ایران: سعودي مسئول دی او د شوې وروستی پيښې ځواب دې ورکړي

ایران له سعودي عربستانه غوښتنه کړې چې په حج کې د بیروبارله امله د لږترلږه 717 تنو د مړینې د پيښې په اړه په څیړنو کې، ټولو متاثرو شویو هېوادونو ته ځای ورکړي.

د پنجشنبې په ورځ په مینا کې لږ تر لږه ۱۳۱ تنه ایرانیان چې د حج لپاره سعودي عربستان ته تللي وو، په بیروباور کې تر پښو لاندې او مړه شول.

د ایران حکومت پرون [جمعه] بیړنۍ غونډه وکړه .

د ایران مرستیال ولسمشر اسحاق جهانګیري وویل: د سعودي حکومت مسئول دی او باید د دې پيښې ځواب ورکړي.

په ایران کې محافظه کار ملا ایت الله محمد امامي کاشاني د جمعې تر لمانځه وروسته، په تهران کې خلکو ته وویل:

که څوک وايي چې حاجیانو بې نظمي کوله، هوا ډیره ګرمه وه یا بل څه، دا ټول دروغ دي او نړۍ به یې ونه مني.

د ایران دولتي خبري اژانس [ایرنا] د یوه ایراني چارواکي په حواله ویلي چې لږ تر لږه 365 ایرانیان لاهم ورک دي.