د افغانستان د ولسي جرګې ادارې پلاوي په پاکستان کې د یو شمېر افغانانو په نیول کېدو انتقاد وکړ.
د دې جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا کار به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم خرابې کړي.
ښاغلی احمدزي دا خبرې وروسته له هغې کوي چې د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، څلویښت تنه افغانان د پیښور په یوه پوځې اډه کې له حملې وروسته نیول شوې دي.
د ولسي جرګې ادارې پلاوي وویل چې د پاکستان حکومت په دې کار سره دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي او ټول اصول ترپښو لاندې کوي.