الکوزی: سیاسي ستونزو د چابهاربندر د پرانیستلو په برخه کې خنډونه رامنځ ته کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايې چې په سېمه کې موجوده سیاسي ستونزو د چابهاربندر د پرانیستلو په برخه کې خنډونه رامنځ ته کړې دي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل، تر هغې چې د سیمې هېوادونه په دې برخه کې همکاري ونه کړي نو د افغان حکومت هڅې به نتیجه ورنه کړي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د افغانستان، هند او ایران چارواکو د چابهار ټرانسپورتي او ټرانزیتي بندر د موافقې د متن د بشپړولو په اړه پرون په تهران کې خبرې کړې.