لوړ همت لرونکې "مرسل"

Your browser doesn’t support HTML5

لس کلنه مرسل د اوه کسیزې کورنۍ (مور، پلار، دوه خویندې، یو ورور او یوه زړه نیا) سرپرستي په غاړه لري. مرسل د هغو سلګونو نورو افغان ماشومانو له ډلې څخه ده چې بې وزلۍ د ماشومتوب له بې باکۍ او خوند څخه محرومه کړې او د ژوند دروند پېټۍ یې پر اوږو ورایښی. دغه تنکي لاسونه د لوبو د وسایلو پر ځای له ډېرانونو څخه د کاغذونو، پلاستیکي او اوسپنیزو وسایلو پر ټولو بوخت وي. وړه مرسل هرسهار ملا اذان له کوره د کباړ د راټولولو په تکل راوځي. ویډیو: محمدعارف "لودین"