په بلخ کې څلورکسان پر یوې ښځینه پولیسې د جنسي تیري او قتل په تور نیول شوي دي.
د دې ولایت امنیه قومندان سید کمال سادات وویل چې د امنې په نوم د دې قومندانۍ یوه ساتنمنه له تیري یوې میاشتي راهیسې نادرکه وه چې تیره ورځ یې جسد وموندل شو.
نوموړي وویل چې امنه له تښتول کیدو وروسته د بلخ یوې لرې پرتې سیمې ته انتقال شوې وه او له وژل کیدو مخکې پرې جنسی تیری هم شوی وو.
ښاغلي سادات وویل چې د دې پیښې په تړاو دا مهال څلور کسان نیول شوې دي او دغو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی.