د اروپايي ټولنې د غړوهېوادونو مشرانو پرون [سه شنبه] د ۱۲۰ زره غیرقانوني کډوالو د ویش لایحه تصویب کړه.
دا کډوال به چې په غیرقانوني ډول اروپا ته تللي، په راتلونکو دوو کلونو کې پرمختلفو هېوادونو وویشل شي.
دا پلان په اروپايي هېوادونو کې د شدید اختلاف له امله، پرون رایې ګیرۍ ته وړاندې شو.
د چک جمهوریت، هنګري، رومانیا او سلواکیا حکومتونو د دې پلان مخالفت کړی او منفي رایه یې ورکړې ده.
د سلواکیا صدراعظم پرون وویل چې د خپلې کاري مودې ترپایه به غیر قانوني کډوالو ته په خپل هېواد کې پناه نه ورکوي او د چک جمهوریت صدراعظم د دې لایحې تصویب، د منطق ناکامي بللې ده.
د روان کال له پيل راهیسې لږترلږه ۵لکه غیرقانوني کډوال چې له سوریې، عراق او افغانستانه تښتیدلي دي، اروپايي هېوادونو ته رسیدلي دي.