د هوايي حریم د کنټرول چارې د ملکي هوايي چلند ادارې ته وسپارل شوې

د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول چارې، په رسمي ډول د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې ته وسپارل شوې.

د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې عملیاتي مرستیال، محمود شاه حبیبي پرون [سه شنبه] وویل چې امریکايي شرکت [RMS] به د هوايي حریم په څارنه کې همکاري ورسره کوي.محمود شاه حبیبي وړاندې وویل:

((افغانان اوس، له کابله پرته، په ټولو ولایتونو کې د هوايي کنټرول د وسایلومسولیت لري.

یوازې په کابل کې د عملیاتي مرکز چارې بهرني متخصصین پر مخ بیايي خو افغانان هم ورسره دي.))

د افغانستان د هوايي حریم عواید په کال کې څلویښت میلیونو ډالرو ته رسیږي.

د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، د افغانستان پرهوايي حریم په ورځ کې څلورسوه پروازونه تیریږي.افغانستان پرهر پرواز ۴۰۰ ډالره مالیه اخلي.