پروشینکو وویل چې د ناټو له پوځي تړونه بهر پاتیدل د جنایت تګلاره ده

د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو وویل چې د ناټو له پوځي تړونه بهر پاتیدل د جنایت تګلاره ده او د ده حکومت دې ته چمتو دی چې دا پریکړه بدله کړي.

خو پروشینکو وویل چې دا د غړیو مربوط ده چې څرنګه پریکړه کوي.

پروشینکو نن د اوکراین د امنیت شورا د غونډې د مشرۍ پر مهال دا خبرې وکړې. په دې غونډه کې چې په کییف کې وه د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ هم برخه لرله.

د ناټو چارواکو ویلي دي، مخکې تر دې چې پر دې غور وشي چې اوکراین دې د ناټو غړی شي که نه شي، دغه هیواد باید سیاسي، اقتصادي او پوځي اصلاحات رامنځته کړي.