د افغانستان د مالیې وزیرپه اماراتو کې د پیسو د نړېوال صندوق له چارواکو سره خبرې کړي

د افغانستان د مالیې وزیرپه اماراتو کې د پیسو د نړېوال صندوق له چارواکو سره د هېواد پراقتصادي اصلاحاتو خبرې کړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د افغانستان د مالیې وزارت خپره کړې راغلي چې د مالیې وزیراکلیل حکیمي او د پیسو د نړېوال صندوق یا ای ام اف د چارواکو د لیدنې هدف د منځ مهالو اقتصادي پروګرامونو ارزونه او پراقتصاد د هغې اغیزه، له هغې جملې څخه د اسعارو بیه، پولي مسایل، مالي ثبات،پورونه او د اقتصادي ګواښونو او زیانمنیدو ارزونه ده.

ویل شوي چې په دغه کتنه کې د ملي وحدت د حکومت د اقتصادي پروګرامونو د عملي کیدواو اصلاحاتو پر نویو پروګرامونو هم خبرې شوي دي.

د افغانستان دولت او د پیسو نړېوال سازمان د ۲۰۱۵ میلادي کال په سرکې پر هغه ۹میاشتني پروګرام موافقه وکړه چې له مخې یې ای ام اف کولای شي له افغانستان سره د اقتصادي اصلاحاتو، مالي مسایلو، د عوایدو د مصرف، بانکونو، له فساد او تروریزم سره د مبارزې او د پیسو د سپینولو په برخه کې مرسته وکړي.