د پاکستان سترې محکمې د یوه معلول کس له نه اعدامولو ډډه کړې

د پاکستان سترې محکمې د هغه کس له نه اعدامولو ډډه کړې چې فلج دی.

د هغه د مدافع وکیل او د بشري حقونو د یوې نړېوالې ډلې په وینا سترې محکمې پرون د عبدالباسط د نه اعدامولو غوښتنه رد کړه.

د باسط مورنسرت پروین وویل، وروستۍ هیله یې ولسمشر مامون حسین ته پاتې ده چې که هغه یې وبخښي.

هغې د فیصل اباد د زندان د چارواکو له قوله وویل چې وایي، باسط به د سې شنبې د ورځې سهار وختي اعدام شي.

۴۳ کلن باسط چې په ۲۰۰۹ کال د یوه سړي د قتل په جرم په اعدام محکوم شوی، قضیې یې ډیره غوغا راپورته کړې ده.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون په وینا چارواکو وروسته له هغې چې د ۲۰۱۴ کال په ډیسمبر کې د نه اعدامولو لپاره د ۲۰۰۸ کال بندیز لغو کړ، له ۲۳۰ زیات کسان یې په دار زړولي دي.