هاشمي: هغه حمله چې په پیښور کې وشوه، په افغانستان کې نه وه پلان شوې

د افغانستان جمهوري ریاست د پاکستان د حکومت د هغې پریکړې په اړه چې له افغانستان سره د بډه بیرې د حملې شواهد شریکوي، وایي، افغانستان مخکې هم د پاکستان د ادعا په اړه خپل دریځ څرګند کړی او یو ځل بیا وایي چې دا هېواد هیچ چاته اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې د ګاونډیانو پر ضد کار واخیستلی شي.

د ولسمشرمرستیال ویاند سید ظفرهاشمي پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

((کله چې د پاکستان د ادعا موضوع مطرح شوه موږخپل موقف یوځل بیا روښانه کړ او هغه دا دی چې هغه حمله چې په پیښور کې وشوه، په افغانستان کې نه وه پلان شوې او نه هم دې هېواد کنترولولی شوی.))

پرون په اسلام اباد کې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف په مشرۍ یوه غونډه کې چې لوړ پوړو امنیتي چارواکو ګډون کړی و، په بډه بیره کې پر یوې پوځي هوایي اډې د تیرې جمعې د ورځې د حملې په اړه بحث او خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې د دغې حملې په اړه به اسناد او شواهد د افغانستان له حکومت سره شریکوي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه حمله چې شاوخوا دیرش تنه په کې ووژل شول، د افغانستان په خاوره کې تنظیم او له هغه ځایه د سخت دریځو له خوا ترسره شوې ده. خو جمهوري ریاست یوځل بیا دغه ادعا بې اساسه وبلله.