"د لوړو زده کړو ځینې موسسې له قانوني اسنادو پرته فعالیت کوي"

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو اداره وايي چې لا هم یوشمېر پوهنتونونه او د لوړو زده کړو تحصیلي موسسې شته چې له قانوني اسنادو پرته فعالیت کوي.

د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د تحصیلي موسسو ریس محمد امیرکامه واله د ازادي راډیو د ( حقیقت څه دی؟ ) خپرونې ته وویل چې دوی په دې اړه عدلي او قضايي ارګانونو ته هم ویلي خو تردې دمه یې د غبرګون په اړه څه نه دي اوریدلي.

ښاغلی کامه والی دغه شان وايي چې ډېرۍ دغه موسسې بې کیفته دي او معیاري زده کړه په کې نه ورکول کېږي.

نورپه دې اړه له ښاغلي کامه واله سره په مرکه کې واورئ چې اجمل تورمان چمتو کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟