د ملي آرشیف زړه وره کارکوونکې عابده حیدري

په نننۍ خپرونه کې د ملي آرشیف د خطي نسخو له یوې کارشناسې مېرمنې سره غږیدلي یو چې د طالبانو په دوران کې هم په دې برخه کې کار او فعالیت کړی.

مېرمن عابده حیدري دېرش کاله کیږي چې په ملي آرشیف کې د خطي نسخو مدیره ده. کلونه پخوا یې پلار عبدالقدیر مشتري حیدري د دې برخې مسوول و؛ وروسته یې بیا خپله لور هم دې برخې ته راوستله.

د مېرمن حیدري په وینا، په خطي آثارو کې د خط او کاغذ پیژندل چې زرګونه کلونه لرغونتوب ولري آسانه خبره نه ده؛ خو دا چې مېرمن حیدري څنګه توانیدلې دا کار په مخ بوځي؟

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ: د ملي آرشیف زړه وره کارکوونکې عابده حیدري

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ