د خبریال”الکوزي” د مړینې له امله په کندهارکې د قران کریم د ختم او دعا مراسم ترسره شول

د ازادي راډيود خبریال جان اقا الکوزي د مړینې له امله په کندهارکې د قران عظیم الشان د ختم او دعا مراسم ترسره شول.

دا مراسم د دې ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست، پریس کلپ، نۍ ادارې او یو شمېرمدني ټولنو له خوا ترسره شوي دي.

د قران کریم له ختم وروسته د مراسم ګډونوالو د ښاغلي الکوزي کارونه وستایل او مړینه یې د مطبوعاتو کورنۍ ته لویه ضایعه وبلله.

د هېواد نامتو خبریال جان اقا الکوزی د سه شنبې په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له امله په ویانا کې له نړۍ سترګې پټې کړې او وروسته بیا د هغه په پلرني ټاټوبي ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو.