په سمنګان کې یوې نجلۍ ویلي چې ناسکه پلار یې ورباندې له څلورو کلونو راهیسې جنسي تیرۍ پرې کاوه او اوس له هغه پلاره یو لورهم لري.
دا اتلس کلنه نجلۍ د سمنګان په رباطک سیمه کې اوسي او دا خبره یې له ازادي راډيو سره په مرکه کې کړې ده.
نوموړې وایي، څوځله یې اړوندو ولایتي ادارو او قومي مشرانو ته شکایت کړی، خو تراوسه یې چاغږنه دی اوریدلی.
خو د سمنګان امنیه قومندان جنرال مسعود باقرازادي راډيو ته ویلي چې د دې انجلۍ ناسکه پلار نیول شوی او ترې څیړنې روانې دي.