روحاني: اکثريت ايرانيان پر اټومي موضوع د وروستۍ موافقې ملاتړ کوي

د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي اکثريت ايرانيان د تهران او د نړۍ د لويو شپږو طاقتونو ترمنځ پر اټومي موضوع د وروستۍ موافقې ملاتړ کوي.

د دې تړون له مخې به ايران خپل اټمي پروګرام محدودوي په بدل کې به له دغه هېواده لګول شوي نړېوال بنديزونه ليرې شي.

له يوه امريکايي ټلويزيون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه د ايران ولسمشر حسن روحاني وويل، ايرانيان لا هم پر امريکا باور نه لري، خو دغه موافقه بايد اړيکې ښې کړي.

روحاني دغه راز وويل، تهران به ښايي له امريکا سره د زندانيانو له تبادلې سره هم لېوالتيا ولري.

ايران د امريکا ګڼ اتباع بنديان کړي، چې په هغو کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال جيسون رضاييان هم شامل دى.

په عين حال کې ايران هڅه کوي له امريکايي زندانونو ايراني بنديان خوشې کړي، په دوى کې ځينې يې له نړيوالو بنديزونو په سرغړونې محکوم شوي دي.