د بغلان امنیتي چارواکي وايي، د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ د قومي مشرانو او حکومت ترمنځ وروستۍ موافقه د ملي ګټو او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په مقصد لاسلیک شوې ده.
جنرال عبدالجبارپردلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا موافقه د ډنډغوري د یو شمېرمشرانو په غوښتنه لاسلیک شوې.
ښاغلي پردلي د بغلان د ولایتي شورا د ځینوغړوهغه ادعاوې رد کړې چې وايي، حکومت دا سیمه د طالبانو په یوه مرکز بدلوي:
((موږنه غواړو دا سیمه د دولت مخالفینو ته په یوه امن ځای او په چم ګاونډ کې د دوی د اهدافو ترسره کولو لپاره د خېزد یوې تختې په توګه بدله کړو.
دا په هېڅ صورت د هېچا لپاره د منلو وړ نه ده او داسې کوم تړون یا موافقه هم نه ده شوې.))
ښاغلي پردلي وویل، د دې موافقې یوازینی هدف دا دی چې د سیمې مخورباید په خپله سیمه کې بهرنیو طالبانو ته اجازه ورنه کړي.
له دې مخکې د بغلان د ولایتي شورا یوه غړي ځینو رسنیو ته ویلي و، چې افغان حکومت طالبانو ته د ډنډ غوري ولسوالۍ د سپارلو په اړه له قومي مشرانو سره یوه موافقه لاسلیک کړې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر هم دا ادعاوې رد کړي دي.