په ننګرهار کې داعش ۵۸ ښوونځي تړلي دي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت په درېیو ولسوالیو کې له یوې میاشتې راپه دې خوا د جګړو او داعش د فعالیتونو له امله ۵۸ ښوونځي بند شوي دي.

د پوهني وزارت ویاند کبیر حقمل نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ښوونځیو په بندیدو سره په هسکه مېنه، اچین او کوټ بابا ولسوالیو کې شا وخوا ۳۰ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې د تېرو څو میاشتو راپه دې خوا د وسله والو طالبانو او اسلامي دولت او یاداعش ترمنځ جګړې رواني دي.