په زرګونو نور کډوال له ګڼه ګوڼې په ډکو بسونو او رېلګاډو کې اتريش ته ورسېدل.
د اتريش پوليس وايي، ١١زره کسان يوازې پرون دغه هېواد ته داخل شوي او د هنګري له پولې بيا اووه څلوېښت زره نور پناه غوښتونکي او کډوال وررسېدلي دي.
د اتريش د سره صليب ادارې ويلي چې دوه زره کډوال دوى جرمني ته رسولي دي.
دغه کډوال له څو ورځو د اروپا په جنوب ختيځ کې راګير پاتې وو؛ اوس يې وروسته له هغې اتريش ته رسېدل پيل شول چې هنګري يې د پولې په اوږدو کې ملګرتيا وکړه.
په زرګونو پناه غوښتونکي د اروپا په جنوب ختيځ کې وروسته له هغې راګير پاتې شول چې د سيمې ځينو هېوادونو پر خپلو پولو موانع جوړې کړې او لوېديځې اروپا ته يې د کډوالو د تګ لارې بندې کړې.
د کډوالو په وړاندې لار لومړى د هنګري له خوا بنده شوه؛ دغه هېواد له سربيا سره خپله جنوبي پوله وتړله. دا مساله د دې سبب شوه چې نژدې ٢٠زره کډوال په تېرو څو ورځو کې کرويشيا ته مخه کړي، خو کرويشيا د دغو کډوالو د منلو توان نه درلود او د هنګري سرحد ته يې د دوى رهنمايي کول پيل کړل.