د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د موټر بم انتحاري حملې له امله دوه پولیس او یو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.
د کندهار ولایت ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه تر غرمې مخکې د دامان ولسوالۍ د ترنک پله په سیمه کې د پولیسو پوستې ته نژدې شوې ده.
دغه موټر بم انتحاري حمله د صرف ډوله موټر په واسطه شوې ده.
د یوه بل خبر له مخې د کونړ مرکز اسعد باد کې چاودني لس ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې د څلور تنو حالت نازک دی.
پر همدې مهال د کونړ د مرکزي روغتون مسوولینو ازادي را ډیو ته وویل چې دوی ته د پېښې له ځایه ۲۸ ټپیان ور وړل شوي چې ځیني یې تر درملنې ورسته رخصت شوي دي.
تر دا مهاله د دې دواړو پېښو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.