افغان ولسمشر وايي، استاد برهان الدین رباني د افغانستان د ټولو قومونو ترمنځ یوالی رامنځته کړی و او په دې لار کې یې خپل رول ثابت کړی و.
ولسمشر محمد اشرف غني د استاد رباني د څلورم تلین په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د ویډیوي پیغام له لارې وویل چې استاد رباني یو عالم او د سولې طرفدار شخصیت و چې په دې لار کې قرباني شو.
ښاغلي غني زیاته کړه چې افغانان د استاد رباني په وژل کېدو د سولې له خبرو مایوسه شوي نه دي؛ بلکي زیاته یې کړه چې افغانان به د سولې د ټینګښت په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي؛ ترڅو په هېواد کې سوله عملي شي.
استاد رباني څلور کاله وړاندې د سنبلې په ۲۹مه په خپل کور کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.