د سمنګان په مرکز کې یوې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل

نن تر غرمې مخکې د سمنګان په مرکز ابیک کې چاودنې یوه ښځه او څلور نارینه ټپیان کړل.

د سمنګان امنیه قومندان محمد باقر مسعود ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه په یو موټر سیکل کې د ځای پر ځای انفجاري موادو د چاودني له امله را منځته شوه.

مسعود وویل چې د پيښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې د دو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

تر دا مهاله د دې چاودني مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.