د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وايي؛ د ټاپي پروژې د کار د پيل په وړاندې کوم جدي خنډ نه شته.
د ټاپي پروژې په مرسته د ترکمنستان ګاز د افغانستان له طريقه پاکستان او هند ته انتقالېږي.
د کانونو او پټروليم وزارت وياند محى الدين نوري ازادي راډيو ته وويل؛ دوى هيله لري، د دې پروژې لپاره د کانسرسيوم د مشرتابه تر ټاکل کېدو وروسته به د کار د پيل پرېکړه وشي:
”په تېرو څلورو مياشتو کې تر اوسه د کوم خنډ شاهد نه وو. کومه حقوقي يا اداري ستونزه هم نه ده پېښه شوې چې دغه بهير ټکنى کړي. هيله لرو چې د مشرتابه تر ټاکل کېدو وروسته د ټاپي پروژې کار پيل شي.“
د ټاپي پروژې د ګازو د نلليکې ډېره برخه له افغانستانه تېرېږي چې د پروژې له پيل سره به يوازې په افغانستان کې پنځوسو زرو کسانو ته کارونه پيدا شي.
د دې نلليکې له فعالېدو سره به افغانستان د کاله په مليونونو ډالره ګټه ترلاسه کوي.