ټاکل شوې چې د نامتو ژورنالیست جان اقاالکوزي د جنازې مراسم نن د جلال اباد په عیدګاه جومات کې ترسره شي.
تمه ده چې د مرحوم الکوزي جنازه نن له ویانا څخه د کابل هوايي ډګرته او له هغه ځایه جلال اباد ته ولېږدول شي.
د ازادي راډیوهمکارجان اقاالکوزي د وږي په ۲۴ مه د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ویانا په یوه روغتون کې سا ورکړه.
د الکوزي جنازه به د جنازې له لمانځه وروسته د ده په پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارل شي.