د غور د ابتدایه محکمې رییس عطا محمد فاروقي نن د رشوت اخیستنې په تور ونیول شو.
د غورد استیناف محکمې رییس حبیب الله کونړي ازادي راډيو ته وویل چې د ابتدایه محکمې رییس نن د هغه څيړونکي پلاوي په غوښتنه ونیول شو چې له کابله دغه ولایت ته لیږل شوی و.
ښاغلي کونړي وویل چې د غورسیمه ییزچارواکې د دې موضوع په تړاو په جریان کې نه وساتل شوي او په دې اړه یې د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.