د افغانستان ټول حاجیان سعودي عربستان ته رسیدلي

د افغانستان ټول حاجیان سعودي عربستان ته رسیدلي دي. د حج او اوقاف وزارت وایي چې حاجیان یوه اونۍ مخکې تر ټاکلي جدول ورسیدل او سږکال نژدې لس میلیونه ډالرد حاجیانو په لګښت کې سپما راغلې ده.

د څلرویشت زره حاجیانو وروستۍ ډله د سې شنبې په ورځ له کابله عربستان ته روانه شوه.

د چارواکو په وینا تیر کال د یوه حاجي د حج لګښت دوه زره اووه سوه امریکایي ډالر و او روان کال دغه مصرف دوه زره څلورسوه پنځوس ډالرو ته راټیټ شوی دی.

حاجیان د اریانا افغان هوایي شرکت په الوتکوکې چې د نایجیریا او مصرالوتکې یې سږکال چارترکړي دي ورسول شول.