بان کي مون د هنګري له صدراعظم سره د کډوالو د چلند په اړه خبرې کړي

د ملګروملتونو سرمنشي وویل، کله چې یې د هنګري پولیس له سربیا سره پر پوله له پناه غوښتونکو سره د شخړې په حال کې ولیدل، دی حیرانه شو.

بان کې مون وویل چې ده د چهارشنبې په ورځ د هنګري له صدراعظم ویکتور اوربان سره په ټیلفون له کډوالو سره د چلند په اړه خبرې وکړې.

بل لورته تیره ورځ پناه غوښتونکو د سربیا له خاورې د هنګري دننه پولیس پرکاڼو وویشتل.

د هنګري پولیسو په ځواب کې د مرچو سپرې، اوبه او اوښکي بهونکي ګاز پرهغو استعمال کړ.