د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې چې د انتخاباتوپه قانون کې پرلپسي تعدیلات به د شفافو او عادلانه انتخاباتو د تطبیق په برخه کې د بې ثباتۍ لامل شي.
د دې کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي نن خبریالانوته وویل چې د انتخاباتو په قانون کې تعدیلات په روان وضیعت کې ګټورنه دي.
نوموړي وویل چې په نړۍ کې له اساسي قانون وروسته د انتخاباتو قانون مهم قانون شمېرل کیږي او په دې قانون کې تعدیلات باید له قانوني لارو څخه ترسره شي.