د ۲۰۲۴ د دوبي اولمپيک لوبو د کوربه جوړېدو لپاره به ۵ ښارونه سيالي کوي

د اولمپيک نړېوالې کميټې اعلان کړی چې د ۲۰۲۴میلادي کال د دوبي اولمپيک لوبو د کوربه جوړېدو لپاره به پنځه ښارونه سيالي کوي.

دا پنځه ښارونه بوداپست، هامبورګ، لاس انجلس، پاريس او روم دي.

د اولمپک نړېوالې کميټې مشر توماش باک نن وويل چې ګټونکی ښارله د ۲۰۱۷میلادي کال په سپتمبرمياشت کې اعلان شي.