اسرایلي پولیسو د اقصی جومات ته څیرمه پر فلسطیني ځوانانو اوښکې بهونکی ګاز کارولی

اسرایلي پولیسو پرون ماښام د هغو فلسطیني ځوانانو د خورولو لپاره اوښکلې بهونکې ګاز کارولی دی چې په بیت المقدس کې د اقصی جومات ته څیرمه راټول شوي دي.

د پولیسو او عیني شاهدانو په وینا د اقصي جومات ته نژدې تاوتریخوالي د پرلپسې دریمې ورځې لپاره هم دوام درلود.

یو شمېرمخ پټې فلسطینیان د اقصی جومات مخې ته راټول شوې او هڅه کوي چې د یهوادنو د نوې کال د مراسمو په ترڅ کې دغلته د یهودي زیارت کونکو د ورتلو مخه ونیسي.

سپینې ماڼۍ ویلي، د دې تاوتریخوالي په اړه ژوره اندېښنه لري او له دواړو خواوو یې خوښتي چې له زغم او تیریدنې کار واخلي.

د اردن پاچا ملک عبدالله په دې ځای کې د اسراییلو اقدامات پارونکې بللې دي.

وروسته له هغې چې یو اسراییلي تبعه په یوه ترافیکې پېښه کې چې پولیس وايي، د فلسطینیانو له خوا د تیږو د ګوزارونو له کبله رامنځ ته شوې ووژل شو، د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د کابینې بیړنۍ غونډه راغوښتې ده.