روحاني: د ایران دښمنان یوازې امریکا، اسراییل او تروریستان نه دي

د ایران ولسمشرحسن روحاني خبرداری ورکړی چې د اوبو کمښت، بیکاري، انفلاسیون او په نشه يي موادو د روږدو کسانو د شمېر زیاتیدل د دې هېواد لپاره لوی ګواښونه دي.

روحاني پرون د دې هېواد د انقلاب ساتونکې ګارډ قومندانانوته په وینا کې په دې اړه څرکندونې کړي.

حسن روحاني قومندانانو ته په وینا کې وویل چې د ایران دښمنان یوازې امریکا، اسراییل او تروریستان نه دي.

نوموړې وویل هېواد یې نور دښمنان هم لري چې باید له ماتې سره مخ شي.

هغه په دې لړ کې د اقتصادي رکود او د اخلاقي ارزښتونو د له منځه تلو یادونه وکړه.

هغه په نشه يي موادو د اخته کسانو لوړه شمېره او د طلاق زیاتوالی د ایران د خپلواکۍ او اسلامي نظام خطرناک دښمنان وبلل.

د ځینو اټکلي شمېروله مخې د ایران د اتیا میلونه وګړو پنځه میلونه یې د نشه یي موادو اړوند ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

روحاني د ایران له وسلوالو ځواکونو وغوښتل چې ددې ستونزو په هواري کې له حکومت سره مرسته وکړي.