ګڼ شمېرشخصیتونود جان اقا الکوزي په مړینه غمرازي څرګنده کړه

د افغانستان له داخل او بهر نړۍ څخه ګڼ شمېر شخصیتونو او ټولنو د ازادي راډیو د پخواني همکار او د هېواد د مخکښ ژورنالست جان اقا الکوزي په مړینه غمرازي څرګنده کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکارمحمد حنیف اتمر د مرحوم الکوزي مړینه د ژورنالیزم او بیان د ازادي په برخه کې یوه لویه ضایعه بللې او د ډیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ په برخو کې يې د نوموړي له هڅو ستاینه کړې ده.

د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیرمحمد ګلاب، په پارلماني چارو د دولت استازي غلام نبي فراهي او زیات شمېر نورو دولتي چارواکو او د خبریالانو ټولنو هم د جان الکوزي پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې ده.

دغه رازد ازادي راډیو سلګونو اوریدونکو د تیلیفون او ټولنیزو شبکو له لارې د جان اقا الکوزي پرمړینه خپل خپګان او غمرازي څرګنده کړې ده.

جان اقا الکوزي د ورپیښې ناروغۍ له امله د سه شنبې په سهار د ۵۸ کلنې په عمرد اتریش د ویانا ښارپه یوه روغتون له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.