د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې یې د عامه پوهاوي پروګرامونو ښه نتیجه ورکړې ده.
د ښځو چارو وزارت د عامه اړیکو مشري هیلي نیکزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیوکلونوکې د عامه پوهاوي په برخه کې یو شمېر پروګرامونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د هېواد په ډیرو برخو کې کورنۍ خپلې ستونزې د حقوقي دفترونو سره په مشوره حلوي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوست ولایت یو شمېر قومي مشرانو پریکړه کړې چې تردې وروسته به ښځه په بدوکې نه ورکول کیږي.