پوتین: د سوریې له حکومت سره له همکارۍ پرته داعش ته ماته نشو ورکولای

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، دا ناممکنه ده چې د اسلامي دولت ډلې ته د سوریې له حکومت سره له همکارۍ پرته ماتې ورکړو.

ولادیمیر پوتین نن په مسکو کې دا هم وویل چې مسکو د ولسمشر بشار الاسد له حکومت سره پوځي مرسته کړې ده او دا مرسته به دوام وکړي.

پوتین هغه ادعاوې رد کړې چې له بشار الاسد څخه د ماسکو ملاتړ خلک مجبوره کړي دي چې مهاجر شي.

پوتین وویل، که چیرته روسیې د بشارالاسد د رژیم حمایت نه وای کړی نو نن به اروپا ته د سوریې د کډوالو شمېر تردې هم زیات وو.