پیسکوف: د مسکو او واشنګټن ترمنځ د سوریې په اړه خبرې ګټه نه کوي

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، د مسکو او واشنګټن ترمنځ د سوریې د شخړو د هواري لپاره خبرې ګټه نه کوي.

پیسکوف دا خبره نن هغه وخت وکړه چې له ده څخه د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین او د امریکا د ولسمشربارک اوباما ترمنځ د سوریې په اړه د احتمالي خبرو پوښتنه وشوه.

د روسیې د حکومت ویاند دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې راپورونه وایي چې په سوریې کې د روسیې پوځي حضورپه پراخیدو دی.

امریکایي پوځیانو تیره ورځ وویل چې په وروستیو کې روسانو د سوریې په لاذقیة ښارکې هڅې پیل کړي دي او په دې ډول مسکو غواړي چې هلته د هوایي علمیاتو یو مرکز جوړ کړي.

د امریکا د متحدایالتونو د دفاع وزارت ویاند جیف داویس وویل چې د سوریې په دغې ساحلي سیمې کې ورو ورو خلک او وسایط زیات شوې دي.