هنګري د سربیا لورته د کډوالو پرمخ سرحد تړلی دی. له دغې لارې سوریایان، افغانان او د نورې نړۍ پناه غوښتونکي اوړي او لویدیځې اروپا ته ځانونه رسوي.
دغه سرحد نن وروسته ترهغه وتړل شو چې چارواکو راپور ورکړ چې نهه زره درې سوه اتیا تنه په تیروڅو ورځو کې هنګري ته اوښتي دي او دا تربل هر وخت ډیرکسان دي.
د هنګري صدراعظم ویکتوراوربان د هنګري دوهم تلویزیوني چاینل ته تیره ورځ وویل:
((په هنګري کې د ثبت کولو ځانګړی دفتر یا د کډوالو د ویش ځانګړي مرکزونه نه شته.))
د هنګري پولیس وایي چې نهه سوریایان او اووه افغانان هغه وخت نن ونیول شول چې هڅه یې کوله له نویو اصولو سرغړونه وکړي او پرسرحد واوړي.
له نویو اصولو سره سم دا سرغړونه جرم ګڼل کیږي او تیري کوونکی یا زنداني کیږي یا هم له هنګري ایستل کیږي.
په ورته وخت کې د ترکیې سرحدي ساتونکو نن راپور ورکړ چې لږترلږه دیارلس کډوال چې څلور یې ماشومان دي هغه وخت غرق شول چې هڅه یې کوله چې د یونان لورته په اوبو کې واوړي. د دې بیړۍ د ژغورلو پر مهال دوه سوه کډوال ژوندي پاتې شول.
تیره ورځ بیا اروپایي ټولنه پاتې راغله څو د یولک او شل زره کډوالو لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.