د افغانستان نامتو ژورنالیست جان اقاالکوزی نن په حق ورسېد

د هېواد نامتو ژورنالیست جان اقاالکوزی نن په حق ورسېد.

جان اقا الکوزی له تېرو څه باندې دیارلسو کلونو راهیسې په ازادي راډیو او له هغه مخکې څو کاله د هېواد په ملي راډیو او ټلویزیون کې د یوه فعال مسلکي ژورنالیست په توګه کار وکړ.

جان اقاالکوزی په ۱۳۳۶ کال کې د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې وزېږېد. له لومړنیو او لوړو زده کړو وروسته یې د کابل پوهنتون له انجنیري پوهنځي څخه فارغ شو خو له ژورنالیزم سره د مینې له کبله په همدې مسلک کې ترپایه پاتې شو.

الکوزي په ۱۳۸۱ کال کې د ازادې اروپاـ ازادۍ راډیو د افغانستان په څانګه کې په کار پیل وکړ او ترپایه په همدې راډیو کې په کار بوخت و.

له نن نژدې یوه میاشت مخکې جان اقاالکوزی د سرطان د ناروغۍ له کبله په پراګ کې په یوه روغتون کې بستر شو او نن د وږي په ۲۴مه په حق ورسېد.
انالله و انا الیه راجعون