د کندهار په مرکزي محبس کې د ښځینه مجرمینو لپاره نوې ودانۍ پرانیستل شوه.
د کندهار امنیه قوماندانۍ یوه چارواکي رحمت الله اطرافي پرون (دوشنبه) ازادي راډیو ته وویل چې نوې ودانۍ لږ تر لږه ۴۰ تنوته ځای ورکولای شي.
ښاغلي اطرافي څرګنده کړه چې په نوې ودانۍ کې به ښځینه مجرمینو ته د لیک لوست زمینه برابره شي او له نارینه زنداینانوڅخه به بیلې، په اسلامي شرایطو برابر ژوند وکړي.
د کندهارلوي محبس د ۶۰۰تنولپاره جوړ شوي خو اوس مهال لږ تر لږه ۹۰۰ تنه په کې ساتل کیږي.