د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو پریکړه وکړه چې ۳۲ زره غیرقانوني کډوال له ایټالیا او یونانه ولیږدول او پر نورو اروپايي هېوادونو وویشل شي.
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو پرون (دوشنبه) په بروکسل کې غونډه وکړه څو د غیرقانوني کډوالو د برخلیک په اړه خپل مخالفتونه کم کړي.
د بریتانیې د کورنیو چارو وزیرې تریزا مې پرون وویل:
((موږ د اروپايي اتحادیې د غیر قانوني کډوالو د لیږدولو په دې پلان کې برخه نه اخلو.
خو په سوریه کې د بحران له پیل راهیسې موږ ۵۰۰۰ کډوالو او پناه غوښتونکو ته ځای ورکړی او تیره اونۍ موږ پریکړه وکړه چې د سوریې ۲۰ زره کډوالو ته پناه ورکړو.))
اروپايي کمیسیون په می میاشت کې غوښتنه کړې وه چې لږ تر لږه۴۰ زره غیرقانوني کډوال له ايټالیا او یونانه د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته ولیږدول شي خو د کمیسون مشر ډونالډ توسک تیره اونۍ دا شمېره۱۶۰ زرو تنوته لوړه کړه.
توسک خبرداری ورکړچې که د کورنیو چارو وزیران پریکړې ته ونه رسیږي، د ټولنې د غړو هېوادونو مشران به بیړنۍ غونډې ته ور وبولي.