په سرپل کې یوه ښځه او یو سړی د نامشروع اړیکو په تور سنګسار شول

د هیواد په شمال کې یو سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور د ناڅرګندو کسانو له خوا سنګسار شوي دي.

د سرپل ولایت د مطبوعاتو مشر حامد علمي نن د جرمني "ډي. پي. اې" آژانس ته ویلي چې دغه سړی او ښځه په سوزمه کلا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه صحرايي محکمه کې سنګسار شوي دي.

سوزمه کلا د سرپل ولایت یوه لا نا امنه ولسوالیو څخه ده چې پر ډیرو برخو یې وسله وال طالبان حاکمیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندي په غور ولایت کې یوه نجلۍ او هلک د دغه ولایت د محکمې له خوا د نامشروع اړیکو په تور سل - سل دُرې ووهل شول.