د یمن جلاوطنه ولسمشر منصور هادي له حوثي یاغیانو سره د سولې له خبرو ډډه کوي

د يمن جلاوطنه ولسمشر عبدالربُه منصور هادي نن وويل چې دى له هغو شيعه ياغيانو سره چې حوثيان بلل کېږي او ايران يې ملاتړ کوي؛ د سولې له خبرو ډډه کوي. پر دغو خبرو تېره اوونۍ موافقه شوې وه.

د هادي له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې له حوثي ياغيانو سره خبرې به سولې ته زمينه برابره نه کړي؛ تر هغو چې دغو وسله والو د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه ليک نه وي منلى چې له مخې يې دوى بايد له نيول شويو سيمو ووځي او ټولې هغه وسلې دولت ته تسليم کړي چې له دولتي ادارو يې غنيمت کړي دي.

حوثيان دا مهال پر پلازمېنه صنعا او د يمن پر ګڼو نورو برخو کنټرول لري.

د يمن دولتي ځواکونه چې سعودي عربستان يې هم ملاتړ کوي، له مارچ مياشتې راهيسې چې هادي له يمن نه جلاوطنه شوى، د دې وسلوالو پرضد جنګېږي.

د هادي حکومت دا مهال په سعودي عربستان کې دېره دى.

په يمن کې د شخړې له پيل راهيسې تر څلورو زرو زيات کسان وژل شوي دي.