د جرمني د پوليسو يو وياند نن خبردارى ورکړ؛ مونشن ښار چې جرمني ته د کډوالو د راتګ عمده مرکز دى؛ نور د هغو کډوالو ګنجايش نه لري چې د اتريش له طريقه ورته راروان دي.
د جرمني پوليس وايي، پرون مونشن ته ټولټال ١٢زره او ٢٠٠ پناه غوښتونکي او کډوال رسېدلي دي.
د جرمني د فډرال پوليسو وياند زيمون هيګوايډ وويل؛ نن سهار شا و خوا ٧٠٠ کسان د دغه ښار د رېلګاډو عمده تمځاى ته رسېدلي دي.
د جرمني نورو برخو ته د کډوالو د لېږد لپاره ځانګړي اورګاډي ګمارل شوي دي.
د دغو کډوالو ډېره برخه د افغانستان؛ سوريې، عراق او نورو هېوادونو دي چې د ناامنيو له کبله په سختو لارو اروپا ته رسېدلي دي