افغان ولسمشر وايي، د افغانستان په اوسني تعليمي نصاب کې بايد بدلونونه راوستل شي.
محمد اشرف غني دا خبره پرون په ارګ کې د بشري پانګې د ودې شورا په غونډه کې کړې ده.
د جمهوري رياست د اعلاميې پر اساس، ښاغلي غني ويلي چې د افغانستان تعليمي او تحصيلي نصاب هراړخيز بحث ته اړتيا لري؛ ځکه اوسنى نصاب د ”بازار اړتياوې“ نه شي پوره کولاى.
په اعلاميه کې راغلي چې افغان ولسمشر ويلي؛ د ښوونيز نصاب د بياکتنې پر مهال به د ښوونځيو؛ مسلکي او د عالي زده کړو د انسټيټيوټونو او پوهنتونو په درسي سيسټم کې به بدلونونه راشي.
په اعلاميه کې نه دي ويل شوي چې دغه بدلونونه څه دي او کله به دغه پروسه پيلېږي.