په هند کې د ګازو د ډبې چاونې ۴۴ کسان وژلي او ۶۰ ټپیان کړي دي

په هند کې د طبیعې ګازو د بالون په چاودنه کې لسګونه کسان ووژل شول.

دغه نن پېښه په پیتلاوت نومي ښار کې په یوه رسټورانټ کې شوې ده.

رویټرز خبري آژانس د پولیسو د یوه ویاند له قوله لیکلي چې وایي؛ یوې چاودنې دوهمه لویه چاودنه هم رامنځته کړه او له کبله یې ۴۴ تنه مړه او ۶۰ نور ټپیان دي.

په پېښه کې د ودانۍ چت رالوېدلی دی او شاوخوا ودانۍ یې هم زیانمني کړي دي.

دا رسټورانټ د ښار د بس یوه تم ځای ته نژدې و او د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه. دغلته ډېری ماشومان هم د خوړو لپاره راټول شوي وه.

پولیس وایي، د ژغورنې کارکوونکي د پېښې سیمې ته له دې کبله نه شي ورتلی چې د سیمې خلک د خپلو خپلوانو د موندلو لپاره ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده.