د حرم شریف پر جومات د یوه کرین د سقوط په پېښه کې ۱۰۷ تنه وژل شوي

د سعودي عربستان چارواکي وايي، په مکه معظمه کې د حرم شريف پر جومات د يوه ساختماني کرین د سقوط په پايله کې لږ تر لږه ۱۰۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو زرګونه کسان د حج لپاره مکې معظمې ته رسېدلي وو او په مسجدالحرام کې راټول شوي وو. د حج مراسم د عيسوي کال د روانې مياشتې په پای کې پيليږي.

د ملکي دفاع د ادارې چارواکي پر خپله ټويټر پاڼه د تلفاتو او ټپيانو د زياتېدونکي شمېرې په اړه معلومات شريکوي.

په ټوليزو رسنيو کې د مسجدالحرام په انګڼ کې پرتو په وينو لړلو مړيو عکسونه او ويډيو ګانې خپرې شوي دي.

د کعبې شريفې شا او خوا ساختماني کار روان دی او د سعودي عربستان چارواکي غواړي د حرم شريف ساحه تر ۴۰۰ زره متر مربع پوري پراخه کړي تر څو تر دوه میليونه پورې کسان وکولای شي؛ يو ځايي د حج په مراسمو کې برخه واخلي. له همدې کبله د کعبې شا او خوا کرينونه ځای پر ځای شوي دي.

د مکې والي شاهزاده خالد الفېصل امر کړی چې د دې پيښې په اړه پلټنې وشي.