د تاجکستان چارواکو د ځايي رسنیو د هغه خبر له تصديقه ډډه وکړه چې وايي؛ د دې هېواد د دفاع وزارت پخوانی مرستيال وژل شوی دی.
ايشيا پلس خبري اژانس او اويستا د نامعلومو سرچينو له قوله راپور ورکړی چې عبدالحليم نظرزاده چې د اخري تروريستي حملو مسوول ګڼل کيږي؛ د تروريستانو پر ضد په عملیاتو کې وژل شوی دی.
په خبرونو کې راغلي چې نظرزاده له خپلو يو شمېر ملاتړيو سره د دوشنبې ښار په لويديځ کې په راميت دره کې پټ شوی و. د تاجکستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتو چارواکو د دې خبر له تاييد څخه ډډه وکړه.
خو د تاجکستان يوه امنيتي چارواکي د آزادي راډيو تاجکي څانګې ته ويلي چې له راميت درې څخه د پېژندنې لپاره يو شمېر مړي پلازمينې ته انتقال شوي دي.
پوليس وايي، د نظرزاده تر مشرۍ لاندي يوې ډلې د سپټمبر مياشتې په څلورمه نېټه دوشنبې ښار ته نيږدې په وحدت سيمه کې د پوليسو پر يوه مرکز حمله وکړه او نهه تنه پوليس يې ووژل او وروسته رامیت درې ته وتښتېدل.
د تاجکستان امنيتي ځواکونو په دغه دره کې نظامي عملیات پيل کړل او د آزادي راډيو د تاجکي څانګې د خبريالانو د راپور له مخې په راميت دره کې تر پرون ماښامه نښتې روانې وې.