ملګروملتونو په افغانستان کې د خوړو پر نه خوندیتوب اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له هرو څلورو افغانانو څخه یو یې د خوړو د خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ دی.
د خوړو د خوندیتوب او کرنې د کلسټر- اف اس اې سي د راپور له مخې په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر دوه چنده شوی دی چې د خوړو له نه خوندیتوب سره لاس ګرېوان دی.
په دې راپور کې چې ملګروملتونو او څو همکارو ادارو یې په ګډه برابر کړی د هغو افغانانو شمېر چې د خوړو د نه خوندیتوب له کبله د خپلو ځمکو خرڅلاو، یا له خپلو خپلوانو څخه مرستې غوښتو ته اړوځي له یونیم میلیون زیات ښودل شوی چې د تېرکال په پرتله څه باندې درې لکه کسان پرې زیات شوي دي.
راپور یادونه کوي چې د مرستو کمښت دا ستونزه لا زیاتولی شي.