غالب: داعش په اچین ولسوالۍ کې درې شخصي زندانونه جوړ کړي

د ننګرهار اچين ولسوالۍ لپاره نوی ورپيژندل شوی ولسوال حاجي غالب مجاهد

د ننګرهار اچين ولسوالۍ لپاره نوی ورپيژندل شوی ولسوال حاجي غالب مجاهد ازادي راډيو سره په خبرو کې د داعش د ظلمونه نه پرده پورته کړه.

نوموړي وویل، په هغو سیمو کې چې اوس د داعش وسله واله ډله په کې فعاله ده، د ظلم او وحشت وروستۍ حد په کې روان دی.

د ده په خبره د داعش وسله والې ډلې چې کوم کسان ژوندي نیولي وو، د اچين ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ کرښې ته نږدې په غرنۍ سيمه کې درې زندانونه فعاله کړي،چې شاوخوا ۱۲۷ نفره په کې بنديان دي:

((دا درې محبسونه دوی هلته جوړ کړي دي، خو هغه پاس په غره کې دي یانې لاندې سمه کې نشته، په دې کې ۱۲۷ کسان دي چې علما کرام هم په کې دي.))

نوموړی وايي، په دې زندانيانو کې، د سیمې خلک، قومي مشران او دیني علما هم شامل دي چې د خپلو شرطونو د منلو په موخه يې نیولي دي.

ولسوال غالب په مرکه کې زیاته کړه چې اوس مهال د تېرا له لارې دې سیمې ته په پراخه کچه داعش ته اکمالات راوان دي.

دی وايي، په دې اکمالاتو کې نوې مجهيزې او درنې وسلې شاملې دي، چې د ولسوال په خبره دا اسلحې په مستقيمه توګه د پاکستان له خوا ورکول کیږي.

دی وايي، هغه وسلې چې د جهاد په وخت کې به پاکستان دوی ته ورکولې وروسته طالب او اوس داعش وسله والې ډلې ته اکمالیږي:

((د تیرا له لارې نه ډير زیات اکمال پاکستان ورته کوي، مستقيما د پاکستان مداخلات دي، شپه او ورځ په کچرو باندې چې کومې اکمالات کیږي په دې کې توپونه دي، دهشکې، راکټي دي چې ډيرمجهز دي، پخوا به موږته د مجاهدینو په وخت کې پاکستان راکړي وو، اوس يي بیا دوی ته شروع کړي دي، دا د تیرا لاره چې ده پخوا د اماراتو لپاره خلاصه کړې وه، اوس د لالپورې نه ریناپارچاو ته په جالو باندې مهمات راپوریوزي مومندرې ولسوالۍ نه همبرخانې ته راوړي او بیا نورو سیمو ته اکمال کوي.))

نوموړي وویل چې ولسونه نورپه تنګ راغلي او له ده څخه يې ملاتړ اعلان کړی او ډاډ يې ورکړ چې دی به د دې وسله والو پرضد جدي مبارزه کوي او دا سیمه به د وسله والو څخه پاکه کړي.

خو نوموړي له مرکزي دولت نه غوښتنه وکړه چې د شینوارو سیمو ته پوره پام وکړي، ځکه وسله وال په هڅه کې دي چې ځانونه منظم او قوي کړي دده په خبره که چیرې د دې وسله والو مخه ونه نیول شي، نو دوی د خپل فعالیت لپاره د پراخو ساحو د نیولو پلان لري:

((دوی دومره اکمال شروع کړی دی، دوی غواړي ټول ننګرهار ته ضربه ورکړي او که خدای نه خواسته کومي ولسوالی د سقوط سره مخ کړي نو ټول مشرقي ته به خطر پيښ وي، خو داسې هم نه ده زموږ په حکومت او اردو کې طاقت شته،چې دوی به خپل هدف ته پرینږدي.))

د ویلو ده چې له دې وړاندې د ننګرهار امنيتي چارواکو هم ازادي راډيو سره په مرکو کې ویلي وو چې دوی په نیږدې راتلوونکي کې په پام کې لري چې د شینوارو په ساحو کې د دولت وسله والو مخالفينو پرضد عمليآت ترسره او په دې سیمو کې د محلي پولیسو نوې پوستې فعاله کړي.

ننګرهار – شاه محمود شینواری