د ننګرهار د سرې میاشتې ټولنې مشرننګيالي یوسفزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د خوګياڼو، شيرزاد او حصارک ولسوالیو هغو درې سوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه چې په دې وروستیو عملياتو کې د جګړې له امله ځپل شوي وو.
نوموړي وویل چې په دې مرستو کې اوړه، غوړي او بوره شامل دي.
د سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې د هغو نورو کورنیو سروې هم روانه ده چې په دې وروستیو کې د شينوارو ولسوالیو څخه د ناامنۍ له امله راکډه شوي.